په شپږو ولایتونو کې ۵۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 جوزا 1398 ساعت 13:02

کورنیو چارو وزارت په کندهار، پکتیا، پکتیکا، فاریاب، میدان وردګو او غزني ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ۵۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت په کندهار، پکتیا، پکتیکا، فاریاب، میدان وردګو او غزني ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ۵۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله تېره شپه او پرون اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، افغان پولیسو او پوځ د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ د شرغې درهې په سیمه کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۷ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

همداراز د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په جهانګیر مانده سیمه کې د ملي پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې طالبان وژل شوي دي.

بل خوا وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژلي او د هغو یوه اندازه چاودېدونکي توکي یې له منځه وړي دي.

وزارت د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د دوه طالبانو د وژل کېدو پخلی کړی دی او دغه راز یې د فاریاب د پښتونکوټ ولوسالۍ د کټه قلعه په سیمه کې د ۲ طالبانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینه وايي، په ټپیانو کې د طالبانو یو سرګروپ ملا عبدالرحمن هم شامل دی او د دوی د مهماتو یوه زېرمه، چاودېدونکي توکي او نقلیه وسایل له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې وزارت وايي، تېره شپه امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنیز درې او ډنډو کلي کې یو لړ شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه طالبان وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، یادو عملیاتو کې درې طالبان ژوندي نیول شوي او د هغوی یو زیات شمېر چاودېدونکي توکي او څلور موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز وزارت د همدې ولایت د جلرېز ولسوالۍ په خالک تکانه کلي د عملیاتو پر مهال د مسعود په نوم د طالبانو د یوه قوماندان د نیولو خبر ورکړی دی.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت د مرکز اړوند په مستوفي کلي کې عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې دوه تنه طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117172

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117172/

جمهور
  https://www.jomhornews.com