۰

فاریاب کې انسان تښتونکی او کابل کې یو قاتل او دوه غله نیول شوي

دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
کورنیو چارو وزارت په فاریاب ولایت کې د یوه انسان تښتونکي او دغه راز پلازمېنه کابل کې د یوه قاتل او دوه تنو غلو د نیولو خبر ورکړی دی.
فاریاب کې انسان تښتونکی او کابل کې یو قاتل او دوه غله نیول شوي
کورنیو چارو وزارت په فاریاب ولایت کې د یوه انسان تښتونکي او دغه راز پلازمېنه کابل کې د یوه قاتل او دوه تنو غلو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت وايي، د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په میمنه ښارکې یو کس د انسان تښتونې په تور نیولی.

سرچینه زیاتوي، نیول شوی کس د میمنې ښار د یوه  اوسېدونکي د تښتونې په تور چې د فاریاب-جوزجان پر لاره د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوی و، نیول شوی دی.

کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې د تښتول شوي کس د خوشي کولو لپاره د پولیسو هڅې روانې دي.

دغه راز وزارت وايي، پولیسو تېره ورځ د کابل ولایت د پنځمې حوزې له اړوند سیمې یو کس د وژنې په تور نیولی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کس د پنځمې حوزې د سیمې یو تن اوسېدونکی وژلی او وروسته تښتی و، چې پولیسو تر پېژندنې وروسته نیولی دی.

په همدې مهال وزارت د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند له ګولايي دواخانې سیمې د دوه تنه د نیولو خبرو ورکړی، چې  د خلکو د پیسو او موبایل د غلا قصد یې درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي