زابل کې د افغان پوځ یوې چورلکې بېړنې ناسته کړې ده

21 جوزا 1398 ساعت 9:04

سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان پوځ یوې چورلکې په زابل ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو عملې ته یې کوم زیان نه دی رسېدلي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان پوځ یوې چورلکې په زابل ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو عملې ته یې کوم زیان نه دی رسېدلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال زیاتوي، چې چورلکې د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې بېړنۍ ته کړې.

د هغه په وینا چورلکې د تخنکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې او عملې ته یې زیان نه دی رسېدلی.

د زابل د والي ویاند زیاتوي، چې سیمې ته د پوځ ځواکونه رسېدلي دي.

بل خوا طالبانو ادعا کړې، چې چورلکه دوی رانسکوره کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 


د مطلب کود: 117196

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117196/

جمهور
  https://www.jomhornews.com