۰

افغان ځواکونو د طالبانو بل زندان مات کړ، ۳۴ بندیان ترې خوشي شوي

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۷
کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو بغلان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او زندان یې مات کړی دی.
افغان ځواکونو د طالبانو بل زندان مات کړ، ۳۴ بندیان ترې خوشي شوي
کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو بغلان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او زندان یې مات کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو تېره شپه ناوخته بغلان کې د طالبانو پر زندان چاپه وهلې.

سرچینې د زندان دقیق ځای نه دی ښودلی، خو وايي، د عملیاتو پر مهال ۳۴ زندانیان چې د طالبانو تر سختو شکنجو لاندې و، راخوشي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوی، په راخوشي شویو کسانو کې ۷ تنه د پوځ سرتېري، ۷ تنه پولیس، درې د ملي امنیت سرتېري او ۱۷ ملکي وګړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې ځانګړو افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې په فاریاب ولایت کې هم د طالبانو یو زندان مات او لسګونه زندانیان یې ترې راخوشي کړل.

تر هغې بیا څو ورځې وړاندې زابل او غزني کې هم د طالبانو زندانونه مات او لسګونه کسان ترې راخوشي شول.

د ملي دفاع سرپرست وزیر څو ورځې وړاندې فاریاب کې د طالبانو د زندان تر ماتېدو وروسته و ویل، چې د طالبانو یو زندان به هم خوندي پرېنږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي