ملګري ملتونه:

اوسمهال افغانستان ته د کډوالو اخراج يو غولونکی عمل دی

21 جوزا 1398 ساعت 9:44

د ملګرو ملتونو له ګډوالو سره د مرستې ادارې ويلي، اوسمهال افغانستان ته د مهاجرو اخراج يو غولونکی عمل دی او دغه هېواد ته باید يوازې په استثنايي توګه مهاجر بيرته ولېږدول شي.


د ملګرو ملتونو له ګډوالو سره د مرستې ادارې ويلي، اوسمهال افغانستان ته د مهاجرو اخراج يو غولونکی عمل دی او دغه هېواد ته باید يوازې په استثنايي توګه مهاجر بيرته ولېږدول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې د آلمان استازي دومينک بارتش، ویلي، په افغانستان کې امنيتي وضيعت په دې وروستيو کې خراب شوی دی.

د نوموړي په نظر افغانستان ته د رد شويو مهاجرو بېرته ستنول بايد په استثنايي مواردو کې ترسره شي.

دی وايي، هغه وخت اوس تېر شوی دی چې له خطر سره مخ افغانانو به په کابل کې ځان خوندي احساساوه او له هېواد څخه د وتلو اړتيا به یې نه ليدله.

د ملګرو ملتونو له ګډوالو سره د مرستې ادارې د آلمان استازي دومينک بارتش د مهاجرو د اخراج د پريکړې له سره د ارزونې غوښتنه کړې.

د هغه په وینا د پناه هر غوښتنليک بايد په دقيق ډول و ارزول شي، پرته له دې چې وړاندې کوونکی یې د کوم هېواد سره تړاو لري او دا خبره تر بل هر هېواد زياته د افغانستان له پاره مهمه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117201

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com