د پاکستان پخوانی ولسمشر زرداري د فساد په تور نیول شوی دی

21 جوزا 1398 ساعت 9:56

د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په مالي فساد او د پیسو سپینولو په تور نیول شوي دي.


د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په مالي فساد او د پیسو سپینولو په تور نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې زرداري او یو شمېر نور چارواکي پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د روانې جون میاشتې تر دیرشمې نېټې ولس ته وخت ورکړی چې خپلې پانګونې ثبت کړي.

نوموړي ویلي و چې حکومت په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستانیانو د پانګونې، بانکي او بې نومه حسابونو په هکله معلومات لري او ولس دې د جون تر دېرشمې نیټې پورې خپلې پانګونې ثبت کړي.

عمران خان زیاته کړې چې پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې ولس یي تر ټولو لږه مالیه ورکوي.

تر دې وروسته د پاکستان د فساد ضد ادارې ویلي، چې د محکمې له خوا د ضمانت غوښتنې تر ردېدو وروسته د اپوزيسيون د مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري، د نيولو هڅه کوي.

پر زرداري او خور یې د تورو پېسو د سپينولو په موخه د جعلي بانکي حسابونو د لرلو تورونه لگول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com