۰

فاریاب کې د طالبانو په کاروان برید شوی دوه ولسوالان یې وژل شوي

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۸
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه موتریز کاروان برید کړی دی.
فاریاب کې د طالبانو په کاروان برید شوی دوه ولسوالان یې وژل شوي
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه موتریز کاروان برید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي پرون دوشنې د غبرګولي ۲۰ مه د طالبانو موټر په لار روان و، چې د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ د خواجه ناموسي دښته کې د بې پیلوټې الوتکې تر برید لاندې راغلل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د پښتونکوت لپاره د طالبانو ولسوال مولوي حزب الله او د آلمار لپاره د طالبانو ولسوال ملا حاجي عزت الله وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې هوايي برید کې ۱۰ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي او دغه راز یې وسلې او ۷ عرادې موټر له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي