زابل کې یو ولسوال په ګډون ۶۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

21 جوزا 1398 ساعت 10:33

کورنیو چارو وزارت په زابل ولایت کې د طالبانو د یوه ولسوال مولوي عبدالباري په ګډون ۶۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کورنیو چارو وزارت په زابل ولایت کې د طالبانو د یوه ولسوال مولوي عبدالباري په ګډون ۶۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې طالبانو تېره شپه د زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ په ودانۍ برید کړی و.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو د پولیسو له سخت غبرګون سره مخ شوي او جګړې په ترڅ کې ۶۵ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه وایي، په دغه نښته کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کسانو کې د دای چوپان لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالباري هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مولوي عبدالباري تر څنګ د طالبانو د عملیاتو مسوول فرید او یو بل مهم قوماندان ملوک هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان پوځ په فاریاب ولسوالۍ کې هم د دوه ولسوالانو په ګډون د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117207

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117207/

جمهور
  https://www.jomhornews.com