۰

کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۷
سیمه ییزه امنیتي چارواکي وايي زابل ولایت کې د ملکي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او د یوې کورنۍ شپږ غړي په کې وژل شوي دي.
کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي
سیمه ییزه امنیتي چارواکي وايي زابل ولایت کې د ملکي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او د یوې کورنۍ شپږ غړي په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په پانیزو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند څارمن قسیم آزادی وايي، د ملکي وګړو فیلډر موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې وو چې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړه، چاودنه کې څلور ماشومان، او دوه ځوانان، چې د یوې کورنۍ غړي دي وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي