هند ۱۰۰۰ تحصلي بورسونه د افغانستان لوړو زد کړو وزارت ته ورکوي

21 جوزا 1398 ساعت 12:24

د افغانستان د لوړو زد کړو وزارت وایي، هندوستان د ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونه د دوي په واک کې ورکوي.


د افغانستان د لوړو زد کړو وزارت وایي، هندوستان د ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونه د دوي په واک کې ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، پرون دوشنبه د غبرګولې په ۲۰ د لوړو زد کړو وزارت سرپرست وزیر عبدالتواب بالا کرزي په کابل کې د هندوستان له سفیر سره کتنه وکړه.

سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د هندوستان هېواد سفیر ویني کمار له افغانستان سره د ۱۰۰۰ تحصلي بورسونو د ورکړې ژمنه کړې ده.

دغه راز د هند سفیر د پوهنتونو د استادانو او د لوړو زد کړو وزارت د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه په هندوستان هېواد کې د لنډ او اوږد مهاله ښونیزو برنامو د جوړونې ژمنه هم کړې ده.

د یادونې ده، هندوستان هغه هېواد دی چې په تېرو ۱۸ کالو کې یې په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه په عملي عرصه کې له افغانستان سره د پام وړ مرستې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117213

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com