کندوز کې هم د طالبانو زاندان مات او ۱۳ زندانیان ترې خوشي شوي

21 جوزا 1398 ساعت 12:53

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۳ ملکي وګړي ترې خوشي کړي دی.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۳ ملکي وګړي ترې خوشي کړي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۱۷ پامیر قول اردو نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندوز ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندان مات او تر ۱۳ پورې ولسي وګړي د هغوی له منګولو وژغورل شول.

سرچینه زیاتوي، چې په سیمه کې لا هم عملیات روان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په تېره یوه شپه کې د طالبانو دوهم زندان دی، چې د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا ماتېږي.

ځانګړو پولیسو تېره شپه د بغلان ولایت په لرخاني سیمه کې هم د طالبانو یو زندان مات کړی او ۳۴ زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په راخوشي شویو کسانو کې ۷ تنه د پوځ سرتېري، ۷ تنه پولیس، درې د ملي امنیت سرتېري او ۱۷ ملکي وګړي دي.

دا په تېرو دوه اونیو کې د طالبانو ۷ زندان دی، چې د افغان ځواکونو له خوا مات او لسګونه زندانیان ترې راخوشي کېږي.

افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه ۳۳، د زابل په نور بهار کې ۲۸، فاریاب کې کابو ۱۰۰ تنه او غزني کې هم لسګونه زندانیان راخوشي کړل.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 
 
 


د مطلب کود: 117219

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117219/

جمهور
  https://www.jomhornews.com