برېتانوي پولیسو مشهور پاکستانی سیاستوال نیولی دی

22 جوزا 1398 ساعت 10:13

د برېتانیا پولیسو د پاکستان مشهور سیاستوال الطاف حسین د تُندو او پاورونکو ویناوو په تور پورې نیولی دی.


د برېتانیا پولیسو د پاکستان مشهور سیاستوال الطاف حسین د تُندو او پاورونکو ویناوو په تور پورې نیولی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې الطاف حسین چې شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري، سره له دې چې په تبعید کې اوسېږي، د پاکستان د کراچۍ په ښار او سند ایالت کې پراخ نفوذ لري.

د پاکستان د صدراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان وایي، په تېرو ۷۰ کلونو کې څو پیژندل شویو سیاستوالو او ځواکمنو څېرو قانون برمته کړی دی.

اعوان ویلي، الطاف حسین بلاخره د قانون منګلو ته ولوېد. خو یو شمېر سیاسي ګوندونه د حکومت ددې مخالف سیاست‌وال پر نیول غوسه شوي او غبرګونونه یې ښودلي دي.

جمهور آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com