چارواکو د خواجه غار ولسوالۍ سقوط رد کړ

22 جوزا 1398 ساعت 10:51

سیمه ییز چارواکو د وسله والو طالبانو له خوا د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د سقوط راپورونه په کلکه رد کړل.


سیمه ییز چارواکو د وسله والو طالبانو له خوا د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د سقوط راپورونه په کلکه رد کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې خواجه غار ولسوالي یې په مکمل ډول نیولې، په بهارک، دشته قلعه او نمک آب ولسوالیو ډلیز بریدونه روان دي.

خو د تخار چارواکو د دغه ولسوالۍ د سقوط په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل او د طالبانو ادعا یې بې بسټه وبله.

د والي ویاند محمد جواد هجري تاییدوي، چې پر ولسوالۍ طالبانو برید وکړ، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر شاه وتمبول شول.

دی وايي، په جګړه کې ۷ وسله وال طالبان هم وژل او یو ولسي پاڅون کوونکی وژل شوي او ولسوالي د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.

د والي ویاند زیاتوي، چې دا مهال جګړه د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې ده او سیمې ته تازه دمه ځواکونه د طالبانو د ځپلو په موخه رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117242

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117242/

جمهور
  https://www.jomhornews.com