امریکا:

د افغان سولې اړوند پر څلورو موضوعاتو په ډېرې چټکۍ کار کوو

22 جوزا 1398 ساعت 10:55

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې اړوند پر څلورو موضوعاتو په ډېرې چټکۍ کار روان دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې اړوند پر څلورو موضوعاتو په ډېرې چټکۍ کار روان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاندې مورګان اورتګاس وایي، د افغان سولې لپاره د دوی ټاکل شوی استازی زلمی خلیلزاد له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو، له طالبانو د ترهګرۍ ضد تضمینونو پر اخیستلو، بین الافغاني خبرو او د تاوتریخوالي پر کمولو کار کوي.

په ورته وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له وسله والو طالبانو سره پر جګړې هم ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد پاکستان، جرمني او بلجیم ته تر سفرونو وروسته کابل ته راغلی او دلته یې د ولسمشر په ګډون له یو شمېر چارواکو او سیاسیون سره پر سوله خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com