اسدالله خالد:

په لوېدیځه حوزه کې به د طالبانو پر ضد عملیات زیات شي

22 جوزا 1398 ساعت 11:36

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د طالبانو د ځپلو په موخه د عملیاتو د زیاتېدو او پراخېدو خبر ورکوي.


د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د طالبانو د ځپلو په موخه د عملیاتو د زیاتېدو او پراخېدو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد چې د کورنیو چارو امنیتي مرستیال خوشحال سادات او بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره یو ځای فراه او هرات ولایتونو ته تللی دغه څرګندونې هلته کړې دی.

نوموړي ویلي، چې ډېر ژره به افغان ځواکونه په لوېدیځه حوزه کې د طالبانو د ځپلو او له هغوی نه د سیمو بېرته نیولو په موخه پوځي عملیات زیات کړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر و ویل، چې ډېر ژره به د طالبانو پر وړاندې به په هرات، فراه، بادغېس او غور ولایتونو کې یرغلیز بریدونه زیات کړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات ویلي، د طالبانو زندانونه، مشران او ملاتړي به یې له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 


د مطلب کود: 117247

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117247/

جمهور
  https://www.jomhornews.com