ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی دی

22 جوزا 1398 ساعت 11:51

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم او د جامع جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم او د جامع جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ د قلعټک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وایي، وژل شوی دیني عالم مولوي صفي الله حنفي نومېږي او د قلعټک جامع جومات امام وو.

د هغه په وینا مولوي صفي الله حنفي نن سهار د لمانځه لپاره جومات ته په لار و، چې وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه دیني عالم د ناپېژانده وسله والو په مخامخ بریدونو او چاودنو کې وژل شوي، خو تر اوسه یې نه مسوولیت چا اخیستی او نه یې هم قاتلین معلوم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 117248

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117248/

جمهور
  https://www.jomhornews.com