د زابل دایچوپان ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونیوله

22 جوزا 1398 ساعت 12:20

په سویل کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو د زابل ولایت دایچوپان ولسوالۍ ټولنې هغه سیمې چېر تېره ورځ طالبانو نیولې وې، بېرته ولکه کړې دي.


په سویل کې د پوځ چارواکي وایي، افغان ځواکونو د زابل ولایت دایچوپان ولسوالۍ ټولنې هغه سیمې چېر تېره ورځ طالبانو نیولې وې، بېرته ولکه کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون سه شنبې شپه او ورځ په دغه ولایت ډیلیز بریدونه وکړل او تر یوې سختې جکړې وروسته یې ځینې سیمې ونیولې.

کورنیو چارو وزارت هم پرون په دایچوپان کې د سختې جګړې پخلی کړی و خو ویلي یې و، چې په دغه جګړه کې د طالبانو د یوه ولسوال مولوي عبدالباري په ګډون ۶۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي و، چې په دغه نښته کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کسانو کې د دای چوپان لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالباري هم شامل دی.

دغه راز کورنیو چارو وزارت زیاته کړې وه، چې په جګړه کې د مولوي عبدالباري تر څنګ د طالبانو د عملیاتو مسوول فرید او یو بل مهم قوماندان ملوک هم وژل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت دا نه و ویلي، چې طالبانو ځینې سیمې نیولې، خو په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکو تایید کړې ده، چې د پرون ورځې په جګړه کې طالبانو ځینې سیمې ولکه کړې وې.

د دغه قول اردو ویاند ډګرمن یحی علوي وايي، اوس مهال د طالبانو له خوا ولکه شوې، ټولې سیمې افغان ځواکونو بېرته نیولې او سیمې ته تازه دمه سرتېري رسېدلي او چاڼیز عملیات دوام لري.

طالبانو د جګړې په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې، چې ولسوالي لا هم د دوی په لاس کې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې، خو افغان چارواکو دا راپورونه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
 


د مطلب کود: 117250

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117250/

جمهور
  https://www.jomhornews.com