د میدان وردګو د سیمه ییزه پولیسو قوماندان وژل شوی دی

22 جوزا 1398 ساعت 12:34

امنیتي چارواکي وایي، د میدان وردګو ولایت د سیمه ییزه پولیسو قوماندان یوسف ستانکزی د خپل یوه ساتونکي سره د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.


امنیتي چارواکي وایي، د میدان وردګو ولایت د سیمه ییزه پولیسو قوماندان یوسف ستانکزی د خپل یوه ساتونکي سره د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه قوماندان او ساتونکی یې پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پر مهال وژل شوی دی.

د میدان وردګو امنیه قوماندان جنرال ویس صمیم وايي، طالبانو په سیدآباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید کړي، چې په کې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان یوسف ستانکزی او د هغه ساتونکی وژل شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو هم د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 


د مطلب کود: 117251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com