د سرپل د صیاد ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی

22 جوزا 1398 ساعت 14:09

کورنیو چارو وزات د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو او یو تن وسله وال د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزات د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل کېدو او یو تن وسله وال د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي په ۲۲ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات تر سره کړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د صیاد لپاره طالب ولسوال شېر محمد مشهور په عضنفر وژل شوی او یو ملګری یې نیول شوی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې، نظامي تجهیزات، ۶۰ کیلوګرامه نشه يي توکي او درې عرادې موټر سایکلونه د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت پرون په فاریاب ولایت کې هم د طالبانو د دوه ولسوالانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com