د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، سره له دې چې د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره هم باید بشپړ چمتوالی ولرو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د مور د نړیوالې ورځې په لمانځ غونده کې په کابل کې وکړې.
نوموړي و ویل، چې سوله د افغان ولس لومړنۍ غوښتنه او د حکومت په لومړیتوبونو کې ده، خو تر څنګ یې راتلونکې ولسمشریزه ټاکنې هم هغه څه دي، چې د هېواد او ولس برخلیک پورې تړلی دی.
ښاغلي عبدالله و ویل، چې د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو دا په دې مانا نه دي، چې د سولې لپاره دې له ټاکنو تېر شو.
د هغه په وینا د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره چمتوالی روان دی او کمېسیون د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې ملاتړی بهیر پیل کړی دي.
افغان اجرائیه رییس پر ولس غږ وکړ، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي او د خپل هېواد او ځان برخلیک په خپله وټاکي.
ده د ټاکنو پر کمېسیون غږ وکړ، چې خپلې چارې په پوره خپلواکۍ او بې طرفۍ سره مخ ته یوسي تر څو په راتلونکې کې ښې او رڼې ټاکنې ولرو.
عبدالله و ویل، چې د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي، نو ځکه د دغه خنډ د لرې کېدو لپاره نه شي کېدای، چې ټاکنې وځنډول شي.
دی وایي، افغان ولس په هر حال کې، که له ټاکنو وړاندې وي که وروسته د سولې غوښتونکي دي، خو دا به په هغه صورت کې ورته د منلو وي، چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې، قربانۍ، مدني او بشري حقونه په کې خوندي وساتل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل