بهرنیو ځواکونو کندوز کې د افغان پوځ په یوه پوسته هوايي برید کړی

22 جوزا 1398 ساعت 15:46

د کندوز د ولایتي شورا رییس وايي، بهرنیو ځواکونو په دغه ولایت کې د افغان پوځ پر یوه امنیتي پوسته هوايي برید کړی او د اردو شپږ سرتېري یې وژلي دي.


د کندوز د ولایتي شورا رییس وايي، بهرنیو ځواکونو په دغه ولایت کې د افغان پوځ پر یوه امنیتي پوسته هوايي برید کړی او د اردو شپږ سرتېري یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي ویلي، بهرنیو ځواکونو تېره شپه (د غبرګولي ۲۱ مه) د امام صاحب ولسوالۍ د اسماعیل قشلاق په سیمه کې د پوځ پر پوسته هوايي برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، په دغه هوايي برید کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټبيان شوي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال محب الله سعیدي هم د برید او مرګ ژوبلې پخلی کوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د بهرنیو ځواکونو غوڅ ملاتړ ماموریت او د افغانستان ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117272

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117272/

جمهور
  https://www.jomhornews.com