ولسمشر غنی له خلیلزاد سره پر سوله خبرې کړې، د سولې خبرې نوي پړاو ته ننوتې

23 جوزا 1398 ساعت 9:18

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کتنه پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه په دلکشاه ماڼۍ کې تر سره شوې، چې یوشمېر سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو استازو، علماو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور استازو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او ځینې دولتي لوړ پورو مقاماتو حضور درلود.

ولسمشر غني د سولې په برخه کې د خلیلزاد له هڅو د مننې تر څنګ و ویل، چې د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملي کېږي.

ښاغلي غني زیاته کړه، د سولې خبرو په برخه کې د افغانستان حکومت او  د امریکا متحده ایالاتو همغږي زیاته شوې او په اساسي اودوامداره توګه متقابله اطلاع رسونه وجود لريِ.

دغه راز ولسمشر وايي، په نړیواله کچه هم د دایمي سولې، باثباته او امن افغانستان لپاره مثبته فضا رامنځ ته شوې.

ولسمشر وایي، د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان حکومت، امریکا متحدو ایالاتو او اروپایي ټولنې ترمنځ رغنده بحثونه دوام لري او المان هېواد به د مهم اسانچاري رول ولري.

د هغه په وینا، د ا فغانستان حکومت د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په موخه عملي پروګرامونه لري چې له تطبیق سره یې سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي.

ښاغلي غنی ویلي« زموږ ګډه موخه سولې ته رسېدل او د تاوتریخوالو ختمول دي او یوازې په واقع بینانه او منسجم حرکت سره دې موخې ته رسېدلی شو.»

بل خوا ولسمشر غني په دې ناسته کې ټاکنو ته هم اشاره کړې ویلي یې دي، د ټاکنو ترسره کېدل حتمي دی، ځکه له ټاکنو پرته د ولس اراده نه شي تمثیلېدلی.

په ورته وخت کې خلیلزاد و ویل، چې د افغانستان سولې په اړه بین المللي اجماع رامنځته شوې، له همدې امله اړتیا ده چې د سیمي په کچه هم اجماع رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، د سولې پروسه همغږي او یووالي ته اړتیا لري، چې اوس نوي پړاو ته د ننه کېږو او د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو ونډه مهمه ده.

هغه ویلي، د سیمې هېوادونو سره بحث شوی او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د هغوی د هېوادونو ونډه په پام کې نیول کېږي.

د ناستې په پای کې یو ځل بیا ولسمشر و ویل، نړیواله ټولنه دې اجماع ته رسېدلې چې پر افغانستان لنډ مهال نه، بلکې منځمهال او اوږدمهال فکر وکړي او د واضح لار نقشې له موجودیت پرته د افغانستان د پرېښودلو اراده وجود نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117279

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117279/

جمهور
  https://www.jomhornews.com