ولسمشر:

افغان سوله کې به د اروپایي ټولنې رول مهم او پر تصامیمو اغېزناک وي

23 جوزا 1398 ساعت 9:28

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا سره کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا سره کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر او ښاغلي کوبیا کتنه پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه ارګ کې تر سره شوې ده.
د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسي او د سولې توافقنامې د تطبیق پر مهال داروپایې ټولنې پر رغنده رول بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر د افغانستان د سولې په برخه کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني هڅې ستایلې دي.

افغان ولسمشر زیاته کړې، چې د سولې په برخه کې به د اروپایي ټولنې رول مهم او پر تصامیمو  اغېزناک وي.

په ورته وخت کې رونالد کوبیا ویلي، اروپایي ټولنه مصممه ده چې افغان حکومت سره په همغږۍ او د سولې د پلان پر بنسټ د سولې په پروسه کې خپل رول ادا کړي.

د هغه په وینا  اروپایي ټولنه به د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په ایجادولو کې هم همکاري وکړي.

دغه راز  ښاغلي کوبیا د اروپايي ټولنې له خوا د سولې په پروسه کې د هراړخیزې همکارۍ،  په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو،  د سولې د توافقنامې د تضمین، د جنګیالیو او د دوی د کورنیو په مجدد ادغام کې د همکارۍ، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال په برخو کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117280

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117280/

جمهور
  https://www.jomhornews.com