چین غواړي د افغان سولې د خبرو کوربه شي

23 جوزا 1398 ساعت 9:40

کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ وایي، هېواد یې د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو او غواړي، چې د افغان سولې د خبرو کوربه شي.


کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ وایي، هېواد یې د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو او غواړي، چې د افغان سولې د خبرو کوربه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي لیو جین سانګ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره لیدنه کې کړې دي.

د ملي امنیت شورا له دفتره خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي، دغه ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، امنیت او ټرورېزم سره پر مشترکې مبارزې بحث او نظرونه تبادله کړل.

د چین سفیر د خپل هېواد په استازیتوب ډاډ ورکړی چې دوې دې ته چمتو دي چې د افغانانو په مالکیت د سولې خبرو ته اسانتیاوې برابرې کړي او کوربانه یې شي.

چین پر داسې مهال دا ژمنه کوي، چې جرمني هم هڅې پیل کړې، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي او په همدې اړه یوه بین الاافغاني غونډه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117282

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/117282/

جمهور
  http://jomhornews.com