ولسمشر غني قرغیزستان ته ولاړ

23 جوزا 1398 ساعت 9:49

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د قرغیزستان پلازمېنې بېشکیک ته روان شو.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د قرغیزستان پلازمېنې بېشکیک ته روان شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني او ورسره پلاوی نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه سهار بېشکیک ته روان شوی دی.

بېشکیک ته د ولسمشر غني د سفر موخه د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناسته کې د ګډون او وینا ده.

ارګ وايي، ولسمشر به د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د وینا ترڅنګ د دې ناستې په څنډه کې د یاد سازمان د غړو هیوادونو یو شمېر مشرانو او استازو سره هم وګوري.

د یادونې ده، چې د شانګهای سازمان د همکارۍ غونډه به د جون په ١٣ او ١۴ نیټه په بشکیک کې ترسره شي چې پکې د سیمې ملکونو مشران گډون کوي.

دې غونډې ته د پاکستان او هند د صدراعظمانو هم ورځي خو داسې ویل شوي، چې نریندرا مودي به له عمران خان سره ونه ګوري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117284

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117284/

جمهور
  https://www.jomhornews.com