فراه کې د طالبانو بریدونه مات او هرات کې ۱۰ کلي ترې پاک شوي

23 جوزا 1398 ساعت 10:19

کورنیو چارو وزارت وایي، فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او هرات ولایت کې لس کلي ترې پاک شوي دی.


کورنیو چارو وزارت وایي، فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او هرات ولایت کې لس کلي ترې پاک شوي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر پوستو بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت وروسته له سیمې تېښتې ته اړ شوي او ټول بریدونه یې مات شوي دي.

خبرپاڼه وایي، په جګړه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱ ټپیان او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په ورته وخت کې وزارت وایي، د هرات اوبه ولسوالۍ کې هم د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اړول شوې ده.
سرچینه زیاتوی، په دغه جګړه کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
 
بل خوا کورنیو چارو وزارت افغان ځواکونو د هرات ولایت د کشک رباط سنګي په اړوند سیمو کې د ناامنه سیمو د پاکولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یې د یادې ولسوالۍ لس کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117286

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117286/

جمهور
  https://www.jomhornews.com