د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر اتمر، له خلیلزاد او پوتزیل سره لیدلي

23 جوزا 1398 ساعت 12:07

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارک پوتزل سره کتلي دي.


د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارک پوتزل سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر له مطبوعاتي دفتره نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر په خپل کار ځای کې له ښاغلي خلیلزاد او ښاغلي پوتزل سره وکتل.

سرچینه وايي، له خلیلزاد سره ناسته کې دواړو لورو پر افغان سولې او راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په دوستانه فضا کې خبرې وکړې.

ښاغلي اتمر د امریکا په مشرۍ د سولې له روانو هڅو د ملاتړ ترڅنګ له با مفهومه بین الافغاني مذاکراتو څخه د دومداره ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی د ټیم مشرتابه او غړي د داسې سولې غوښتونکي دي چې په هغې کې د اسلامي جمهوري نظام بنسټونه ټینګ او د افغانستان د خلکو حقوق خوندي او تضمین وي

دغه راز ښاغلي اتمر ویلي، چې د سولې د هڅو تر څنګ باید د شفافو او عادلانه ټاکنو له پاره پاملرنه وشي.

د هغه په وینا رڼې او با اعتباره ټاکنې به د نوي رهبرۍ مشروعیت او بین الافغاني پروسه پیاوړي کړي، چې د سولې په راوستلو کې بدلیدونکي نقش لوبولی شي.

د یادونې ده، چې له خیلزاد سره د ښاغلي اتمر ناسته تېره شپه تر سره شوې، چې په کې کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم حضور درولو.

په ورته وخت کې یوه بله خبرپاڼه وایي، چې ښاغلي اتمر د دافغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي مارک پوتزیل سره هم لیدلي دي.

خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د سولې پر پروسه په  ځانګړي ډول د بین الافغاني مذاکراتو په ښه والي کې د جرمني پر رغوونکي رول او په قطر کې د بين الافغاني ناستې په اړه خبرې وکړې.

دغه راز دواړو لورو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له‌پاره پر روان چمتوالي بحث وکړ او د رڼو، عادلانه او با اعتباره ټاکنو د ترسره کېدو په کار کې یې د نړۍوالې ټولنې په ځانګړي توګه د جرمني پر رغنده رول ټینګار کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر ښاغلي اتمر د سولې په برخه کې د جرمني د پياوړي او مثبت نقش څخه قدرداني وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 117294

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117294/

جمهور
  https://www.jomhornews.com