پوتین:له امریکا سره افغان سوله کې مرسته کوو

23 جوزا 1398 ساعت 13:44

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وایي، روسیه چمتو ده، چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره د افغانستان د مسلې په سوله ییز حل کې مرسته وکړي.


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وایي، روسیه چمتو ده، چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره د افغانستان د مسلې په سوله ییز حل کې مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین دغه څرګندونې د میر په نامه له یوې روسي ورځپاڼې سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي په دوشنبې کې د اسیا په اړه د نړیوالې ناستې پایلو ته هیلې شته چې په خبره یې وبه کولی شي د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کړي.

د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د داعش پر زیاتېدو د اندېښنې تر څنګ د دغه ډلې فعالیتونه د خپل هېواد لپاره ګواښ بللی دی.

د هغه په وینا  د افغانستان سرحدونو ته څېرمه د داعش ډلې شاوخوا پنځه زره جنګیالي ځای پر ځای شوي دي او د سیمې هېوادونه په تېره بیا د روسیې متحدین باید هوښیار اوسي.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې د افغان سولې برخه کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي او هیله لري چې په دې برخه کې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117296

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117296/

جمهور
  https://www.jomhornews.com