د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا:

امریکا د سولې خبرو کې ريښتونې نه ده، د وتو په پلمه د پاتې کېدو په لټه کې ده

23 جوزا 1398 ساعت 15:43

د پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا تر مشرۍ لاندې د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي، امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.


د پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا تر مشرۍ لاندې د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي، امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شورا چارواکو ټینګار وکړ، چې امریکا د سولې خبرو کې ريښتونې نه ده، د وتو په پلمه د پاتې کېدو په لټه کې ده.

د یادې شورا مشر سید اکبرآغا نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه یوه غونده کې و ویل تر چې امریکا طالبانو ته له افغانستان د وتلو ډاډ نه وي ورکړی او عملي یې دا کار کړی نه وي، سوله ناشونې ده.

نوموړي و ویل، چې د امریکا استازي د سولې په خبرو کې وایي، چې دوی له افغانستان خپل ځواکونه باسي خو په ورته وخت کې امریکايي جنرالان وايي، لا هم ترهګر په افغانستان کې شته او موږ به پاتې وو.

د هغه په وینا د امریکايي چارواکو د خبرو له دغه تناقص او خبرو له اوږدېدو دا جوته ده، چې امریکا سولې ته ریښتنې نه ده، بلکې غواړي افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي سیداکبر آغا و ویل، چې د سولې به خبرو کې د امریکا له خوا د اوربند پر موضوع ټینګار هم د دې لپاره دی، تر چې دوی د اوږد مهال لپاره افغانستان کې پاتې شي.
 
د افغانستان د خلاصون لاري عالي شورا مشر د سولې په تړاو د خلیلزاد شپږ واړه سفرونه ګټور نه و بلکې دا موضوع او پروسه یې لا پچېلې کړې ده.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 117307

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com