نیکولاس کي:

د سولې ښه فرصت دی، طالبان دې بین الاافغاني خبرو ته حاضر شي

25 جوزا 1398 ساعت 9:34

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، د سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی او طالبان باید بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.


د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، د سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی او طالبان باید بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون جمعه د غبرګولي ۲۴ مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، اوسنۍ وضعیت په تېرو ۴۰ کلونو کې د سولې لپاره یو ښه فرصت دی.

د هغه په وینا په افغانستان کې نور تاوتریخوالی پای ته رسول غواړي او له دغه فرصت څخه په ګټنې طالبان باید د سولې بین الاافغاني خبرو ته حاضر شي.

د ناټو ملکي استازی زیاته کړې،، چې ناټو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت او افغانانو سره له نږدې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی چې دا مهال په کابل کې دی، ښايي په نېږدې راتلونکې کې قطر ته ولاړ شي او د طالبانو له استازو سره اووم پړاو خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117329

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117329/

جمهور
  https://www.jomhornews.com