ډاکتر عبدالله د سیکا غوندې په څنډو کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره کتلي

25 جوزا 1398 ساعت 10:02

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د سیکا کنفرانس د غړو هېوادو د سرمشریزې ناستې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د سیکا کنفرانس د غړو هېوادو د سرمشریزې ناستې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله پرون جمعه د غبرګولي ۲۴ مه د سیکا په غونده کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ته ولاړ او په دغه ناسته کې به وینا وکړي.

نوموړي له غرمې وروسته د دغه ناستې په څنده کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل او دغه راز یې په هغه مېلمستیا کې ګډون وکړ، چې د ولسمشر رحمان له خوا د یادې ناستې د مشرانو لپاره جوړه شوې وه.

ښاغلی عبدالله به په دغه ناسته کې له ترهګرۍ سره پر سیمه ییزه او نړیوالې مبارزې، د نشه يي توکو د کر، تولید او قاچاق پر مخنیوي او په ځانګړي ډول د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

هغه له ولسمشر رحمان سره خبرو کې افغانستان او ازبکستان دوه دوست او سراتېژیک ملګري وبلل او ویې ویل، چې د دغه دواړو هېوادونو اړیکې، پر اصولو، او ګډو تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ولاړې دي.

په دې لیدنه کې ولسمشر امام علي رحمان و ویل، چې تاجکستان په افغانستان کې د تل پاتې سولې غوښتونکی دی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د هغه په وینا افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې په ګډه دی او دلته به سوله د اقتصادي پرمختګ او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د زیاتېدو لامل شي.

دغه راز ښاغلي عبدالله د دې ناستې په څنډه کې د اذربایجان له لومړي وزیر نوروز محمودف سره هم وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو او همکاریو باندې یې خبرې وکړې.

محمودف هم ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی، تر چې سیمه ییز اتصال او اقتصادي پرمختګ رامنځ ته شي.

د یادونې ده، چې ښاغلي عبدالله به د دغه ناستې په څنډو کې د ترکیې، ایران، قزاقستان او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو له مشرانو سره هم وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 117332

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117332/

جمهور
  https://www.jomhornews.com