کندهار کې د طالبانو د کوټې شورا دوه غړي نیول شوي دي

25 جوزا 1398 ساعت 10:43

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۸ تنه وسله وال طالبان نیول شوی، چې دوه تنه په کې د کوټې شورا غړي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۸ تنه وسله وال طالبان نیول شوی، چې دوه تنه په کې د کوټې شورا غړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی ویلي په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د طالبانو د کوټې شورا غړي، پنځه تنه جنګي طالبان او یو هم غلکچي بریدکوونکی شامل دی.

د بارکزي په وینا د کوټې شورا نیول شویو غړو په کندهار کې ملي او پوځي چارواکو ته د مرګ ګواښونه کول، خو دا چې څه وخت نیول شوي، په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117334

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117334/

جمهور
  https://www.jomhornews.com