پکتیا کې یو قومي مشر وژل شوی دی

25 جوزا 1398 ساعت 13:44

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن قومي مشر لالا جان وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن قومي مشر لالا جان وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د غبرګولي ۲۵ مه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په شهر نو بازار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د قومي مشر لالا جان په موټر پسې چسپکي ماین نښول شوی و چې په چاودنه کې یې نوموړی وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي، او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 117347

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com