۰

د هرات په ولایتي شورا کې وسله واله نښته شوې

شنبی ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۱
د هرات ولایت د ولایتي د دوه استازو تر منځ لفظي شخړه په وسله واله نښته اوښتې او د شورا یو غړی په کې ټپي شوی دی.
د هرات په ولایتي شورا کې وسله واله نښته شوې
د هرات ولایت د ولایتي د دوه استازو تر منځ لفظي شخړه په وسله واله نښته اوښتې او د شورا یو غړی په کې ټپي شوی دی.

د دغه شورا یو تن غړي مهدي حدید جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې نن شنبې د غبرګولي ۲۵ مه غرمه مهال د شورا د رییس کامران علیزي او یو تن غړي غلام حبیب هاشمي لومړی لفظي شخړه او وروسته وسله واله نښته وشوه.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه دواړو وکیلانو د لفظي شخړې سره سم د عليزي ساتونکو له خوا هوايي ډزې وشوې، خو څوک په کې ټپیان نه شول.

خو د شورا یو بل غړی عبدالرحمان مرادي هغه مهال چې د جګړې د خلاصولو هڅه یې کوله، په سر د ټوپک په قنداغ لکېدلی او ټپي شوی دی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي