کابل کې د یوې جنایتکارې ډلې مشر نبي کوهبندي و وژل شو

25 جوزا 1398 ساعت 14:24

کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل ښار کې د یوې جنایکاره ډلې مشر نبي کوهبندي له پولیسو سره په نښته کې و وژل شو.


کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل ښار کې د یوې جنایکاره ډلې مشر نبي کوهبندي له پولیسو سره په نښته کې و وژل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د غبرګولي ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نبي کوهبندي له خطرناکو جنایتکارانو دی، چې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې ډېری جنایي جرمونه طرح کول.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړی نن له غرمې وروسته د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له ملي پولیسو سره په نښته کې و وژل شو.

کورنیو چارو وزارت وايي، کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسله والې ډلې مشري کوله او د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې په غلا، لار نیونې، چپاول، باج اخیستنې او د عامه امن او نظم په ګډوډولو کې مهم نقش درلوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com