ډاکتر عبدالله له حسن روحاني او رجب طیب اردوغان سره کتلي

26 جوزا 1398 ساعت 9:28

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ایران له ولسمش حسن روحاني او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ایران له ولسمش حسن روحاني او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله پرون شنبې د غبرګولي ۲۵ مه د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې د سیکا غونډې په څنډه کې له دغه دواړو مشرانو سره وکتل او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

اجرائیه ریاست په خپره کړې خبرپانه کې ویلي له اردوغان سره په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې تاریخي دوستانه اړیکو ته په اشارې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرو همکاریو ټینګار کړی دی.

سرچینه کاږي، اردوغان د سولې برخه کې له وروستیو پرمختګونو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز ښاغلي عبدالله د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره کې پر دوه اړخیزو اړیکو، له تروریزم سره پر مبارزې او افغان سولې خبرې کړې دي.

د سرچینې په خبره، روحاني ویلي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې برخه کې همکارۍ او دغه راز ایراني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117369

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117369/

جمهور
  https://www.jomhornews.com