۰

ناپېژانده وسله والو غزني کې یو ښوونځی سوځولی دی

یکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۷
د غزني د پوهنې ریاست وايي، ناپېژانده وسله والو د ښار په اړو سیمو کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي.
ناپېژانده وسله والو غزني کې یو ښوونځی سوځولی دی
د غزني د پوهنې ریاست وايي، ناپېژانده وسله والو د ښار په اړو سیمو کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د پوهنې رییس محب الرحمن انصاري وایي، دغه پېښه پرون د غزني ښار اړوند د ارزو په سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، ناپېژانده وسله والو په دغه سیمه کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړي، چې اداره او لابراتوار یې سوځلې دي.

هغه وایي، د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل تر اوسه معلوم نه دی او دا پېښه په داسې ځای کې شوې، چې هلته امنیتي پوسته هم شتون لري.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي