ولسمشر غني انګلستان ته ولاړ

26 جوزا 1398 ساعت 10:23

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د انګلستان پلازمنې لندن ته ولاړ.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د انګلستان پلازمنې لندن ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او ورسره پلاوي نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه سهار کابل د لندن د سفر په موخه پرېښود.

ارګ وايي، ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې د انګلستان د چارواکو سره د لیدنې تر څنګ د افغانستان او انګلستان تر منځ د کرکټ سیالي هم له نېږدې وګوري.

دغه سیا د انګلستان په منچسټر ښار کې تر سره کېږي، چې افغانستان به له خپلې سیالې انګلیس لوبډلې سره د نړیوال جام یوه ورځنۍ لوبه تر سره کړي.

که څه هم ارګ د ولسمشر د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي، ښاغلی غنی به د انګلستان له لومړۍ وزیرې او د کابینې له هغه وزیرانو سره وګوري، چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com