د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف افغانستان ته راغلی

26 جوزا 1398 ساعت 11:51

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته راغلی او له افغان چارواکو سره به د اقتصادي همکاریو هوګره لیکونه لاسلیک کړي.


د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته راغلی او له افغان چارواکو سره به د اقتصادي همکاریو هوګره لیکونه لاسلیک کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مرادوف نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه سهار د تورغندۍ بندر له لارې هرات ولایت ته ورسېدلی دی.

راپورونه وايي، نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې دوه هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي.

 د دې هوکړه لیکونو یو یې د اوسپنې پټلۍ او بل یې د پانګونې د جذب په برخه کې دی چې د هیواد د مالیې او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او هرات والي په حضور کې به د اړونده مسولینو ترمنځ لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 


د مطلب کود: 117379

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117379/

جمهور
  https://www.jomhornews.com