د سولې عالي شورا:

طالبانو سوله نه کوي پلمې لټوي، استازي یې د پرېکړې صلاحیت نه لري

26 جوزا 1398 ساعت 13:15

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، وسله وال طالبان تر اوسه پورې په ریښتینې توګه د سولې خبرو ته نه دي چمتو شوي، بلکې په دې پروسه کې پلمې لټوي.


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، وسله وال طالبان تر اوسه پورې په ریښتینې توګه د سولې خبرو ته نه دي چمتو شوي، بلکې په دې پروسه کې پلمې لټوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې شورا لومړي مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه کابل کې د روغې جوړې تر نامه لاندې ناسته کې و ویل«طالبان سوله نه غواړي پلمې کوي.»

د هغه په وینا تر اوسه چې د افغان سولې په تړاو په کوم هېوادونو کې ناستې او خبرې شوې دي، په یوه کې یې هم طالبانو سولې ته لېوالتیا نه ده ښودلې او دا ښيي، چې دوی په دې برخه کې صادق نه دي.

دی وایي، په پیل کې طالبانو ویل چې افغان حکومت سولې ته چمتو نه دی او واک نه لري، خو کله چې افغان دولت د سولې په پار جدیت او عمل وکړ اوس طالبانو له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل پلمه نیولې او له خبرو ځان باسي.

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې زرګونه بهرني سرتېري له افغانستانه وتلي خو طالبان بیا هم په خپل دریځ ولاړ دي، د سولې خبرو ته یې غاړه نه ده اېښې او هڅه کوي، ولایتونه لاندې او د جګړې له لارې پر هېواد واکمن شي.

سلیم دا هم و ویل، چې افغان ولسمشر د کابلې پروسې په دوهم غونډه کې طالبانو ته د بي قید شرطه خبرو وړاندیز وکړ او ویې ویل، چې ان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، خو طالبانو لا هم له خبرو انکار کړی دی.

د سولې عالي شورا مرستیال وايي، د سولې پروسه کې تر ټولو لویه ستونزه د طالبانو د صلاحیت لرونکو استازو نه شتون دی، چې دا بهیر یې له خنډ سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا پر نه واک لرلو خپله طالب استازو هم اعتراف کړی او ګمان کېده، چې د ملابرادر په ټاکل کېدو سره به دغه ستونزه حل شي، خو حل نه بلکې لا زیاته شوې ده.

ده و ویل«د صلاحیت په نه درلودلو خپله طالب استازو هم اعتراف کړی، فکر کېده، چې د ملا برادر په ټاکل کېدو سره به دغه ستونزه حل شوي، خو حل نه بلکې لا پېچلې شوه، طالبانو په کومو ناستو کې چې ګډون کړی، یوازې یې یو وړونکی متن لوستي او له هغې ها خوا د بحث کولو واک نه لري.»

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا مرستیال د سولې د خبرو پر وړاندې بل خنډ او د جګړې د اوږدېدو لامل له طالبانو د سیمې د ځينو هېوادونو ملاتړ وباله.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سیمې د ځینو هېوادونو له خوا د طالبانو ملاتړ او جګړې ته د هغوی هڅول د دې سبب شوي، چې طالبان پلمې ولټوي، واک لرونکي کسان ونه لري او د سولې خبرې بریالۍ نه شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال وايي، تر چې د نړیوالو له خوا د طالبانو په ملاتړ هېوادونو فشار رانشي، دغه ډله د سولې خبرو ته نه چمتو کېږي.

دغه ناستې ته د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني په خپلو څرګندونو کې د روان ۴۰ کلن ناورین پای ته رسېدو ته هیله وښوده، خو ټینګار یې دا و، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره وخت ته اړتیا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 117382

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117382/

جمهور
  https://www.jomhornews.com