د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وايي، سولې ته هیلې ډېرې دي، خو افغانان داسې سوله او ثبات غواړي، چې تل پاتی وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن غني دغه څرګندونې نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه کابل کې د سولې په تړاو یوې غونډې ته وینا کې وکړې.
نوموړي و ویل، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هیلې ډېرې شوې دي، خو په هره بیه سوله هم د منلو نه ده.
د هغې به وینا د اوسني نظام ساتنه، اساسي قانون او د ښځو حقونه د افغانانو لپاره سرې کرښې دي.
لومړی مېرمنې ټينګار وکړ، هغه سوله چې دایمي ثبات ورسره ملګری نه وي او د جګړې بل پیل ته لار خلاصوي، افغانان یې نه غواړي.
دا وايي، د افغانستان نوی نسل او ځوانان هیڅکله نه غواړي افغانستان بیرته خپل تریخ ماضي ته ورستون شي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او اجراییه رییس هم خپلو جلا جلا څرګندونو کې ویلي چې سوله باید طالبانو ته د نظام د تسلیم په معنا نه وي نه هم پر اساسي قانون او نورو اتلس کلنو ارزښتونو معامله اوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل