ډګرجنرال فيض حميد ای ايس ای مشر ټاکل شوی دی

27 جوزا 1398 ساعت 8:49

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د استخباراتي ادارې یا آی اېس آی لپاره ډګر جنرال فیض حمید د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د استخباراتي ادارې یا آی اېس آی لپاره ډګر جنرال فیض حمید د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دې وړاندې ډګر جنرال عاصم منیر د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر وو خو هغه اوس د ګوجرانواله د قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د پاکستان پوځ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عمران خان د منیر پر ځای ډګر جنرال فیض حمید د آی اېس آی رییس ټاکلی دی.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د استخباراتي ادارې د مشر په دنده ګومارل صدراعظم کوي او کاري موده يې هم تر درېو کلونو پورې وي.

خو دا نه ده څرګنده چې ولې جنرال عاصم منير د درییو کلونو د مودې تر پوره کېدو وړاندې له څوکۍ ګوښه  شو.

د یادونې ده، چې د پاکستان پوځ د جنرال فيض حميد په شمول څلور تورنجنرالان د ډګرجنرالانو په توګه د مقررولو اعلان هم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117401

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117401/

جمهور
  https://www.jomhornews.com