د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی چین ته تللی دی

27 جوزا 1398 ساعت 9:27

راپورونه وايي، د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د رییس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی چین ته تللی دی.


راپورونه وايي، د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د رییس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی چین ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو ته نېږدې سرچینو هم د دغه سفر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې ملابرادر او ورسره بلاوی به بېجنګ کې له چینايي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

که څه هم په دې اړه ډېر جزیات نه دی ورکړل شوي، خو سرچینې وايي، طالبان غواړي له امریکایانو سره د خبرو تر له اووم پړاو وړاندې د خپلو دریځونو په اړه د افغانستان ګاونډیانو ته مالومات ورکړي.

نا تایید شوي راپورونه وايي له ملابرادر سره په دغه سفر کې د طالبانو د مشر د دفتر رییس امیرخان متقي هم شته او دوی د چین د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتو له چارواکو سره پر سوله خبرې کړې دي.

د طالبانو يوه پخواني ویاند عبدالحی مطمین هم تایید کړې، چې د طالبانو پلاوی چین ته تللی دی، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

طالب پلاوی پر داسې مهال چین ته سفر کوي، چې ښايي روانه اوونۍ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالب استازو سره د اووم ځل سولې خبرو لپاره جرګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com