عبدالله:

د سولې په اړه ملي اجماع رامنځ ته شوې، طالب بندیان د ښه نیت په موخه خوشي شوي

27 جوزا 1398 ساعت 10:04

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د سولې په اړه اوس ملي اجماع رامنځ ته شوې، خو تر اوسه د افغان ولس دغه غوښتنه نه ده تر لاسه شوې.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د سولې په اړه اوس ملي اجماع رامنځ ته شوې، خو تر اوسه د افغان ولس دغه غوښتنه نه ده تر لاسه شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې او ویې ویل، د افغان ولس مطلق اکثریت د سولې غوښتونکی دی.

د هغه په وینا په دې وروستیو کې د سولې هڅې ګړندې شوې او په دې برخه کې ملي اجماع رامنځ ته شوې، خو لا هم سیمیزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا شته ده.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په همدې خاطر یې د سولې خبرو ته د ښه نیت او پرمختګ په موخه طالب زندانیان له زندانونو خوشي کړي دي.

خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ، چې که د طالب بندیانو خلاصون د ټاکنیز کمپاین په موخه وشي، بیا به د سولې لپاره ګټه ونه کړي.

د هغه په وینا په د ټولو تصمیم نیونو په برخه کې کړنلارې او پرېکړې باید په مشوره تر سره شي، داسې نه چې زرګونه کسان په بند کې وي او جګړه بیا هم دوام ولري.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې سوله د یوه تن کار نه دی او نه هم کېدای شي چې سولې قهرمان دې یو کس وي، بلکې سوله په ولس پورې اړه لري او د ولس غوښتنو ته باید په کې جدي پاملرنه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117406

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117406/

جمهور
  https://www.jomhornews.com