اروزګان کې ګڼ شمېر وسلې او په تړاو یې ۱۷ تنه نیول شوي دي

27 جوزا 1398 ساعت 10:46

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو اروزګان ولایت کې د استوګنې له دوه کورونو ګڼ شمېر وسلې، پوځي مهمات او په تړاو یې ۷ تنه نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو اروزګان ولایت کې د استوګنې له دوه کورونو ګڼ شمېر وسلې، پوځي مهمات او په تړاو یې ۷ تنه نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پولیسو پرون د اروزګان مرکز ترینکوټ کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوی، د دغه عملیاتو پر مهال د نوروزي په نوم د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان او د نشه يي توکو د قاچاق وړونکي ګڼ شمېر سپکې او درندې وسلې او مهمات کشف او تر لاسه شوي دي.

خبرباڼه وايي، په تر لاسه شویو وسلو او مهماتو کې یو میل هاوان له ۱۶ فیره مرمیو، یو میل راکټ له ۲۲ مرمیو، ۳ میله پیکا، یو میل کلاشنکوف، یو میل ام ۴ وسله، یو نارنجک، یو میل تومانځ، ۷ زد زرهی چانټي، یوه د تلاسۍ آله، دوه مخابرې، یو دربین، یو عراده زرهي لنډکروزر او یو عراد فلډر موټر تر لاسه شوي دی.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وایي، له دې کورونو درې زره فیره د دهشکې، پیکا، کلاشنکوف مرمۍ سره له شاجورونو او شریدونو، څو سوه جوړې نظامي لباس او ځینې نور پوځي تجهیزات ترلاسه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د دغه وسلو او مهماتو په تړاو ۱۷ تنه هم نیول شوي، چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117409

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117409/

جمهور
  https://www.jomhornews.com