۰

د افغانستان کډوالو چارو وزیر اسلام اباد ته تللی

دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۹
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی دی.
د افغانستان کډوالو چارو وزیر اسلام اباد ته تللی
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بلخي او ورسره پلاوی نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه اسلام آباد ته رسېدلی او تمه ده چې له پاکستاني چارواکو سره به وګوري.

د دې وزارت مرسیتال ویاند رضا باهر وايي، په دغه پلاوي کې د دغه وزارت يو شمېر اړوند رييسان هم شامل دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هيله لري چې پاکستان به په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېـټه وغځوي.

د وزارت ویاند زیاتوي، په اسلام اباد کې به د کډوالو په اړه څو اړخيزې غونډې کېـږي چې په کې افغان پلاوى هم ګډون کوي.

دی وايي، د کډوالو په اړه څلور اړخيزه د افغانستان، پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ بله درې اړخيزه غونډه د افغانستان، پاکستان او ايران ترمنځ همداراز بله درې اړخيزه غونډه، د افغانستان، ايران او د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ، بله درې اړخيزه د افغانستان، پاکستان او کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ او بله دوه اړخيزه غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ کېږي.

د هغه په ویناد پاکستان او افغانستان ترمنځ کېدونکې غونډه کې به په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د قانوني اوسېدنې مودې پر غځولو خبرې کېږي او هيله يې څرګنده کړه چې پاکستان به دا موده وغځوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي