۰

طالبانو تخار کې پر دریو کلیو بریدونه پیل کړي

دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ کې پر دریو کلیونو بریدونه پیل کړي دي.
طالبانو تخار کې پر دریو کلیو بریدونه پیل کړي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ کې پر دریو کلیونو بریدونه پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیز وايي، طالبانو نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه سهار مهال بهارک ولسوالۍ کې پر دریو کلیونو بریدونه پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره او سیمې ته نور تازه دمه ځواکونه هم رسېدلي دي.

د تخار د پولیسو قوماندان وايي، دا چې طالبان له ملکیانو د سپر په توګه ګته اخلي، نو ځکه امنیتي ځواکونه هم په احتیاط سره مخ ته ځي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د تخار په خواجه غار ولسوالۍ هم ډلیز بریدونه کړي و، چې ځینې سیمې یې نیولې وې، خوبېرته د افغان ځواکونو له خوا مات او پر شاه وتمبول شول.

جمهورخبري آژانس: تخار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي