۰

کندهار کې دوه تنه د طالبانو له منګولو راخوشي شوي دي

دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي او دوه تنه مسافر ترې راخوشي کړی شوي دی.
کندهار کې دوه تنه د طالبانو له منګولو راخوشي شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي او دوه تنه مسافر ترې راخوشي کړی شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پولیسو د کندهار ولایت د شاوليکوټ ولسوالۍ د تناوبچه په سیمه کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه مسافر چې هغوی برمته کړي و ترې راخوشي شوي دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، وژل شوی هغه وسله وال طالبان و، چې د کندهار – اروزګان پر لویه لار یې موټر او ملکي وګړي تلاشي کول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا وزارت وايي، غزني کې پولیسو دوه تنه غله هغه مهال نیولي، چې غوښتل یې یو عراده موټر غلان کړي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه غله د غزني ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

خبرپانه کې راغلي، په نیول شویو کسانو کې یو تن هغه دی چې دوه کاله وړاندې د انسان تښتونې په تور نیول شوی و خو له محکمې پرته له زندانه په تېښته بریالی شوی وو.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په بغلان ولایت کې هم یو تن د وسله والو غلو په تور نیول شوی دی.

دغه کس د بغلان ولایت د بنو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له یو میل کلاشنکوف سره یو ځای نیول شوی، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي