۰

په تېرو لسو کلونو کې ۷۵ زره ملکي افغانان وژل شوي دي

دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۹
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، په تېرو لسو کلونو کې تر ۷۵ زره زیات ملکي وګړي په هېواد کې وژل شوي دي.
په تېرو لسو کلونو کې ۷۵ زره ملکي افغانان وژل شوي دي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، په تېرو لسو کلونو کې تر  ۷۵ زره زیات ملکي وګړي په هېواد کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې څرګندونې د دغه کمېسیون مرستیال ایوب اصیل پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه کابل کې د سولې په تړاو یوه ناسته کې وکړې.

نوموړي و ویل، د بشري حقونو کمېسیون د پلټنو پر اساس په تېرو ۱۰ کلونو کې ۷۵ زره ۳۱۶ کسان په جګړو کې وژل شوي دي.
 
هغه د جګړې دوام په هېواد کې د ملکي وګړو د زیاتې مرګ ژوبلې او دغه راز د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو ستر لامل وباله.

دی وایي، که څه هم په تېر یوه کال کې د جګړې د پای ته رسېدو او وسلې لپاره هڅې ګړندۍ شوې، خو لا هم جګړه نه ده درېدلې.

نوموړي د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې نور په هېواد کې د روانې جګړې او ناورین د پای ته رسېدو لپاره سوله وکړي خو په خبره یې سوله هغه مهال شوې ده، چې انساني حقونو ته احترام وشي او په دې برخه کې تضمین رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي