وزیرستان کې د پاکستاني پوځ ګرځبندیز خلک د مرګ تر کومې رسولي

27 جوزا 1398 ساعت 12:20

د پاکستان پوځ له تېرو څو ورځو راهیسې د شمالي وزیرستان د خړ کمر په سیمه کې ګرځبندیز لګولی، چې له امله یې د سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.


د پاکستان پوځ له تېرو څو ورځو راهیسې د شمالي وزیرستان د خړ کمر په سیمه کې ګرځبندیز لګولی، چې له امله یې د سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوځ دغه بندیز وروسته له هغه ولګاوه، چې په یاده سیمه کې څلور پاکستاني پوځیان د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې و وژل شول.

دغه پېښه د روانې جون میاشتې په اومه نېټه رامنځ ته شوه، چې له همغې ورځې تر نن پورې پوځ په یاده سیمه کې ګرځبندیز لګولی او هېڅوک هم د باندې نه پرېږدي.

د سیمې خلک وایي، دغه حالت دوی سختو ستونزو سره مخ کړي، خلک په کورنو کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، ناورغان روغتونونو ته نه شي لېږدولی او که یې لېږدوي هم په ډېر ستونزو سره.

پر دې سربېره ځايي خلک وایي، د خوراکي توکو د کمښت له امله ان ځینې ماشومان او سپین ږیري د لوږې او مرګ له ګواښ سره مخ دي، خو پاکستاني پوځیان ورته د وتلو او توکو د اخیستو اجازه نه ورکوي.

د سیمې خلکو خبردارۍ ورکړی، چې که حکومت ژر تر ژره دغه ګرځبندیز پای ته ونه رسوي، نو لوی بشري ناورین به رامنځ ته شي.

دوی د بشري حقونو پر ادارو هم غږ کړی، چې غږ یې واوري او د پاکستاني پوځ د دغه ظلم او نارواوو مخه ونیسي.

بل خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ هم پر نړیوالو بشري ادارو غږ کړي، چې د خلکو د حق غوښتلو نارې واوري او د پاکستاني ریاست او پوځ د دغه ظلمونو مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117422

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117422/

جمهور
  https://www.jomhornews.com